د عادلانه نظام لار

“د عادلانه نظام لار” په هېواد کې د اغېزمنې دولتدارۍ، متحرک اقتصاد، ټولنيزې پرمختيا، نړيوالې همکارۍ، قانوني واکمنۍ او ملي ثبات پر مسألوچې په پښتو او دري ژبو لیکل شوی بحث کوي.

پښتو نسخه يې له سريزې پرته ۲۶۷مخونه لري. کتاب د افغانستان ولس ته چې په دا تېرو دېرشو کلونو کې يې ډېرې سختۍ ګاللي او په دا وروستيو لسو کلونو کې د يوه ناکام دولت تر سيوري لاندې له بې ثباتۍ، فقر، بې عدالتۍ، اداري فساد او لوټمارۍ څخه تر پزې راغلی، ډالۍ شوی دی. دغه راز، دغه کتاب هغو ځوانانو او قلموالو ته هم ډالۍ شوی چې له ښاغلي غني سره يې د هغه د افکارو د ژوندي ساتلو ژمنه کړې ده.

ډاکټر اشرف غني د کتاب په ليکلو کې د هېواد د بېلابېلو پرګنو د استازيو نظرونه، وړانديزونه او سپارښتنې په پام کې نيولي او د هغو پوښتنو په رڼا کې يې ليکلی چې مخ په مخ غونډو او مرکو کې ځنې شوې دي. د کتاب د ليکنې دغه ميتود چې د ساحې او قضيې د مطالعې ميتود يې بولي، دې کتاب ته ځانګړی اهميت او ارزښت ورکړی دی.

د کتاب هدف يوازې د ستونزو بيانول نه، بلکې د هواري د څرګندو او عملي لارو چارو وړانديزول دي. ليکوال د زياترو کورنيو او بهرنيو مبصرانو د هغې وينا مخالف دی چې وايي افغانان د خپلو ستونزو د هواري وړتيا نه لري. دی وايي چې په هېواد کې د ستونزو د هواري او د اغېزمن دولت او ملت جوړونې د ظرفيت هېڅ کمی نشته.