د ملي ثبات او بدلون لپاره یوه لاره

ډاکټر اشرف غني 

افغان ولس یو داسې بې سابقه پړاو ته ورننوځي چې هم فرصتونه او هم خطرونه لري. دا نو اوس په موږ پورې اړه لري چې د دغه پړاو خطرونو ته تسلیمېږو او له ۱۳۹۳ څخه ۱۳۶۹ جوړوو او یاداچې په ټینګه اراده خپلې ستونزې په نښه کوو او له موجودو فرصتونو څخه د استفادې لپاره شرایط بدلوو.

د ستونزو د حل او د شرایطو د مثبت بدلون لپاره یو ملي ټیم ته اړتیا ده. داسې یو ټیم چې د یو ملي پروګرام له مخې ملي اجماع رامنځته کړي. هغه مهال به نو دغه ټیم دا توان ولري چې د یو منظم پلان له مخې داخلي اصلاحات طرحه او پلي کړي. بهرني (بین المللي) ستراتیژیک اړیکي تینګ کړي اوافغانستان په یوه ولسواک، باثباته او هوسا هېواد بدل کړي.

د دې لپاره چې یاده اجماع له پراخ باور څخه برخمنه شي ، نو د ټیم جوړول او د پروګرام تنظیمول باید د شرایطو د درک، د تېرو لسو کلونو د بشپړ جاج او د ټولنې د کلیدي لوریو د تشخیص په اساس وي.

ملي اجماع به موږ د دې وړ کړي چې له خپلو ستونزو او مشکلاتو ونه تښتو، بلکې هغو ته ور مخامخ شو. له مخامخ کېدو څخه مقصد دا دی چې مشکلات وپیژنو، د حل لپاره یې عملي او ګټورې لارې ولټوو او اوارولو ته مټې راونغاړو. البته، اجماع په خپله نه رامنځته کېږي، بلکې هغې ته د رسېدو لپاره باید لاندې درې ګامونه واخلو