نن د لغمان ولایت په مرکز کې د دولت ساز ټيم په ملاتړ لويه ولسي غونډه جوړه شوې وه

نن د لغمان ولایت په مرکز کې د دولت ساز ټيم په ملاتړ لويه ولسي غونډه جوړه شوې وه چې د ولسي جرګې د غري جنرال عبدالمنیر تره خېل په شمول په کې د دغه ولايت د ولايتي شورا غړو، د مرکز او د پنځه ګونو ولسوالیو قومي مشرانو، ځوانانو، ښځو او علماوو هم ګډون کړی و.
د غونډې له ټولو ګډونوالو مننه کوم
له دولت ساز ټيم څخه د لغمان د علم دوسته ولس ملاتړ موږ خپلو اهدافو ته چې خلکو ته خدمت او د قانون حاکميت دی، نږدې کوي.