د لوګر ولایت له ولسونو سره د سکایپ له لارې د جمهوررئیس غني د وینا برخه

 

"دا ځل غواړم واضح کړم چې لوګر د یو نمونه ولایت په حیث زما لومړیتوب دی او دا خبره په زغرده کوم او پاکه یې کوم، د دې لپاره چې زما ژمنه معلومه شي سرخاب کې ما خپله شخصي ۶۰۰جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.
په دې ځمکه کې به دوه مرکزه جوړ شي، یو د کرنې تحقیقاتي مرکز او بل به د افغانستان د تاریخ او کلتور مرکز وي دا به په سرخاب کې جوړیږي چې د راتلونکو نسلونو او د افغانستان لپاره زما شخصي میراث پاتې شي. په دې [ځمکه] کې به زما کورنۍ لاس نه لري، د لوګر ځوانان، مشران او علما به دا هرڅه مدیریت کوي او امکانات زه برابروم. کله چې د ولسمشرۍ نه خلاص شوم دغه مرکزونو ته راځم او خپله به کوچینانو ته درس ورکوم."
...........................
د لوګر ولایت له ولسونو سره د سکایپ له لارې د جمهوررئیس غني د وینا برخه