د کابل د قره باغ او ور څېرمه ولسوالیو له درنو مشرانو، علماوو، ځوانانو او په خاصه توګه د ولسي جرګې له غړي انور اوریاخیل څخه ډېره زیاته مننه چې د دولت ساز ټیم څخه یې غوڅ ملاتړ اعلان ک

د کابل د قره باغ او ور څېرمه ولسوالیو له درنو مشرانو، علماوو، ځوانانو او په خاصه توګه د ولسي جرګې له غړي انور اوریاخیل څخه ډېره زیاته مننه چې د دولت ساز ټیم څخه یې غوڅ ملاتړ اعلان کړ.
په دغه پرتمینه غونډه کې د دولت ساز ټیم لومړي مرستیال محترم امرالله صالح حاضرینو ته زموږ د ټیم برنامې تشریح کړې.
له دولت ساز ټیم څخه په پراخه توګه ولسي ملاتړ موږ راتلونکي ته هیله من کوي. دولت ساز ټیم د مشخص قوم لپاره نه، بلکې د ټول هېواد لپاره برنامې لري.