د ولسمشرۍ کاندید زلمی رسول د اشرف غني په ملاتړ له کاندیداتورۍ تیر شو

د ډاکټر صاحب زلمي رسول په مشرۍ د «اعتدال او برابري» انتخاباتي ټیم له ټولو غړو څخه د زړه له تله مننه کوم چې د دولت ساز ټیم سره یو ځای شول. 
ډاکټر صاحب رسول د ملت د بابا د سیاسي او فکري او میراث نماینده دی او د ملت بابا به چې هر چېرته و دی یې متحد او مشاور و.
ډاکټر صاحب رسول او ملګرو ته یې په ډېر اخلاص غېږ ورکوو، د دولت ساز ټیم غېږ د لوی افغانستان غېږه ده او هر څوک په کې خپل ځان لیدلی شي. 
امید لرو هغه امنیت چې د ملت د بابا په وخت کې حاکم و بیا راشي. زموږ کمپاین د برنامې او تګلارې کمپاین دی چې هر افغان په کې ځان وګوري، د اعتدال او برابرۍ ټیم له یو ځای کېدو سره به زموږ په کمپاین کې لا زیات حرکت راشي.