زما د کمپاين وېبسايټ ته ښه راغلاست!

د جمهوري رياست دغه انتخابات د افغانستان خلکو ته ځانګړې موقع په لاس ورکوي. يوه داسې موقع، چې هېواد يوه نوي لوري ته خوځوي. زه د افغانستان اسلامي جمهوريت ولسمشرۍ ته خپله کانديداتوري وړاندې کوم، ځکه زه پوره باور لرم، چې هغه وخت رارسېدلی، چې موږ بايد د يو نوي افغانستان بنسټونه کښېږدو او د ملت موسسين شو. د افغانستان په اړه زما لرليد د يوې خپلواکې، ولسواکې، تلپاتې، زغم لرونکې، متنوع او عصري، او پر اسلامي اساساتو ولاړې ټولنې جوړول دي، چې هر څوک پکې يو وياړمن، باوقاره او خوندي ژوند ولري. زه غواړم افغانستان د نورو هېوادونو تر څنګ سرلوړی وي او د نړۍ د ولسونو لپاره خپلې ټولې دندې په ښه توګه تر سره کړي. خو په يوازې ځان د يو حکومت لپاره ددغه کار سرته رسول ګران دي. ددغه لرليد د تحقق لپاره، زه ځکه د حکومت او ولس تر منځ د يو نوي شراکت او يوې نوې ملګرتيا په رامنځته کولو ټينګار کوم، چې دغه کار به نه يوازې دغه دوه قطبونه سره نږدې کړي، بلکې حکومت ته به هم په اغېزمنه او شفافه توګه د خپل مشروع ماموريت د تر سره کولو وړتیا ورکړي. زما له اړخه، زه د سياست د يوې داسې نوې بڼې د پيلولو لوړه کوم، چې پر صداقت، رښتينولۍ، پراخ-نظرۍ، شفافيت او موثريت ولاړ وي، چې د خلکو د غوښتنو او زموږ د ملي ګټو تحقق تضمينوي. په دغه وېبسايټ کې تاسې زما د افکارو، عقايدو، تجربو او نظرياتو په اړه معلومات ترلاسه کولای شئ. د وطن لپاره زما لرليد وشنئ، او وګورﺉ، چې څنګه به زه له هغو ګواښونو سره، چې افغانستان ته متوجه دي، مبارزه کوم. دغه يوازې د راتلونکي ولسمشر په توګه د انتخابېدنې لپاره زما کمپاين نه دی، بلکې د افغانستان د خلکو او زموږ د زامنو، لوڼو، لمسيانو او کړوسيانو د راتلونکي د تضمين لپاره يوه هيله او يوه هڅه ده. خو ددغه ارمان تحقق يوازې هله شونی دی، چې ستاسې سخاوتمندانه رضاکارانه ملاتړ او همکارۍ راسره وي. نو راځئ، چې لاسونه سره ورکړو، ځواکونه سره يو کړو او دغه راتلونکی ممکن کړو. ډاکټر محمد اشرف غني .