د ډاکټر محمد سروردانش پيژندنه

محمد سرور دانش د محمد علي زوی په کال ۱۳۳۹کې د دایکندي ولایت په یوه متدینه کورنۍ کې زیږېدلی، لومړنۍ زده کړې یې په افغانستان او لوړې زده کړې یې په عراق، سوریه او ایران کې ترسره کړي دي. لومړی لیسانس یې د حقوقو په برخه کې، او دوهم یې د اسلامي ثقافت په برخه کې تر لاسه کړی دی. د ژورنالیزم په برخه کې د زده کړو سند هم لري.  نوموړی په اسلامي فقه کې ماسټري هم لري او اوس مهال په همدې څانګه کې پر خپلې دوکتورا بشپړولو بوخت دی.

ښاغلی دانش څه باندې ۱۵ کتابونه لیکلی او له کال ۱۳۶۰ څخه تر ۱۳۷۹ کال پورې یې کابو ۷۰۰ مقالې هم خپرې کړي دي. نوموړی د ۱۳۸۰ کال د اضطراري لویې جرګې غړی او فعال ګډون کوونکی او وروسته د اساسي قانون د مسودې د کمیسون غړی او د اساسي قانون د جرګې ګدون کوونکی وو. کله چې دایکندي په ولایت واړول شوه، نو نوموړی یې لومړنی والي وګومارل شو.

محمد سرور دانش د دایکندي ولایت د والي، د لوړو زده کړو وزارت د معین، د لوړو زده کړو  د وزیر او د عدلیې د وزیر په دندو کار کړی دی.