مالي مرسته وکړئ

درنو هېوادوالو ، خويندو او ورونو !

د جمهوري رياست د ټاکنو ملي بهير د ټاکنو د خپلواک کميسیون له مهال وېش سره سم روان دی. زه د دولت جوړونکی ټاکنیز ټیم په استازۍ له ټولو هېوادوالو غواړم، چې زموږ د تګلارې ملاتړ وکړي. موږ اوس د ټاکنيزو مبارزو او افغان وياړلي ملت ته د خپلو طرحو او پرمختيايي پروګرامونو د رسولو په حال کې يو. د دې لپاره، چې وکړای شو په دې سيالۍ کې د بريا له لارې د خپلو طرحو تطبيق ته دوام ورکړو. عدالت او قانون په بشپړه توګه حاکم کړو، د ټولو هېوادوالو معنوي او مادي ملاتړ ته اړتيا لرو

موږ د دې تر څنګ، چې له تاسې درنو هېواد والو د رايو او اعتماد کولو ملاتړ غواړو، د ټاکنيزو مبارزو لپاره  ستاسې مالي مرستو ته هم اړ يو.

د جمهوري رياست د کانديدانو د ټاکنيزو مبارزو د مالي چارو د تنظیم د لايحې له مخې په هېواد او بهر کې ميشت د افغانستان اتباع ( حقیقي اشخاص )، سياسي ګوندونه او غيردولتي جوړښتونه (حکمي شخصيتونه ) کولای شي له موږ سره مالي مساعدت وکړي. د يادونې وړ ده، چې حقیقي اشخاص تر ۲۰۰۰۰۰ دوو سوو زرو افغانيو او حکمي اشخاص تر ۱۰۰۰۰۰۰ يو ميليون افغانيو پورې مرسته کولای شي

زه د جمهوري رياست د ټاکنو د يو کانديد په توګه په ټولو هغو افغانانو چې د دولت جوړوونکي ټاکنيز ټيم له کمپاین سره د مالي مساعدت توان لري، د ملاتړ غوښتنه کوم

تاسې کولای شی خپلې مرستې په لاندې پته موږ ته راوليږی

Bank Name: Ghazanfar Bank 

Account Name: Mohammad Ashraf Ghani 

Account No: C025110000080

د يادونې وړ بولم، چې د لايحې له مخې مالي مرستې يوازې د همدې بانکی حساب له لارې کېدای شي. وروسته له دې، چې تاسې خپلې مرستې بانک ته وسپاری، زموږ مالي استازی به د بانکي سند له مخې تاسې ته رسيد درکړي او د رسيد يو نقل به زموږ د مالي استازي له خوا له مالي ګزارش سره يو ځای د ټاکنو خپلواک کميسیون ته سپارل کیږي

يو ځل بيا ستاسې د ملاتړ او مرستې په پار مننه کوم

د اړتيا په وخت کې له لاندې شمېرې سره اړيکې نيولای شی.

0708079535  

په درناوي

محمد اشرف غنی

د ۱۳۹۸ کال د جمهوري رياست د ټاکنو کانديد