په تېرو درېيو اونيو کې ۱۰۰ ميټريک ټنه توکي دوست هېواد هند ته د چابهار بندر څخه صادر شوي.

 
په تېرو درېيو اونيو کې ۱۰۰ ميټريک ټنه توکي دوست هېواد هند ته د چابهار بندر څخه صادر شوي. د چابهار بندر له پرانيستلو څخه تراوسه ۷۰۰ ميټريک ټنه توکي دغه هېواد ته لېږدول شوي چې د صاداراتو دغه ميزان به په راتلونکي کې څو چنده لوړ شي. د انګور د لېږلو بريالي ازمايښت وروسته، اوس د کندهار انار او د ميدان وردګو مڼې او همدغه راز د هېواد نورې تازه مېوې به هم له دغې لارې ولېږل شي. نور د ګاونډي هېواد د لارې بندولو سره زموږ د خواريکښو بزګرانو او باغوانانو حاصلات به نه ورستېږي. موږ د اقتصادي خودکفايې لپاره دايمي حل لارې وباسو!