د محمد اشرف غنی وینا
- 05 وږی 1398
- بلاک
- by

درنو وطنوالو!
ماته د حکومتي چارو تر څنګ را روانو ټاکنو لپاره د دولت ساز انتخاباتي ټیم مشري او کمپاین هم را تر غاړې دی، زه زیاته علاقه لرم چې اکثره ولسوالیو ته سفر وکړم او د ځايي خلکو سره له نږدې وګورم، خو دا کار ممکن نه دی، هڅه کوم هره ورځ د دوه درې ولسوالیو له قومي مشرانو، متنفذینو، علماوو، ځوانانو، بزګرانو، کارګرانو او کسب ګرو ته د ټلیفون او یا د ویډیو کنفرانس له لارې د دولت ساز ټیم برنامې تشریح او د هغوی نظرونه واورم.
له نیکه مرغه نن مې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ او د نیمروز د زرنج ښار له اوسېدونکو سره خبرې وشوې چې تصویري او غږیز راپور به یې ژر له تاسې سره شریک شي.