جمهور رئيس محمد اشرف غني: تېرو کلونو کې د طالبانو او د مختلفو تروریستي ډلو اکثریت مشران د ډيورنډ کرښې په شرقي او جنوبي څنډو کې وژل شوي دي.

جمهور رئيس محمد اشرف غني: تېرو کلونو کې د طالبانو او د مختلفو تروریستي ډلو اکثریت مشران د ډيورنډ کرښې په شرقي او جنوبي څنډو کې وژل شوي دي. دا زموږ ادعا ثابتوي چې د جنګ منشا او ځالې د ډیورنډ کرښې هاغه خواته دي. 
زه د ډيورنډ کرښې د هاغه غاړې ولسونه چې ډېر بشرپاله او سوله غوښتونکې انسانان دي، خو په عین زمان کې د جنګ او تروریزم قربانیان او یرغمل دي، په دوی غږ کوم!
په دوی غږ کوم چې، د هر میکانیزم له لارې چې دوی کولای شي په سیمه کې د تاوتریخوالي د تولید مرکزونه، ادرسونه او د روزنې مرکزونه په نښه کړي او ټولې نړۍ ته یې افشا کړي. ترڅو زمونږ له دغې برحقه داعېی ټوله نړۍ خبره شي.